د پوليسو او څارنوالانو ترمنځ همغږي
د ايوپول هغه پروژه چې مالي لګښت يې جرمني ورکوي او د ددې هیواد د نړيوالې همکارۍ ادارې – د پروژې د پلي کولو يونيټ (GIZ-PIU) په همکارۍ پلې کېږي د پوليسو او څارنوالانو ترمنځ د همغږۍ پروژه چې د اپوپول له خوا چمتو شوې (EUPOL CoPP-Training) ، د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ له خوا د ګډې غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوې ده. هغه پروژه چې ايوپول يې د آلمان د نړيوالو همکاريو ادارې په مرسته پلې کوي او مالي لګښت يې د آلمان له خوا ورکول کېږي، د دوو کلونو لپاره ده او شاوخوا ٥٠٠ سيمه یيز او د ولسواليو ګډونوال تر خپل پوښښ لاندي راولي. له ټول افغانستان څخه څارنوالان او پوليس افسران کولاى شي چې په لاندينيو سيمو کې د ٢٠، دوه اوونيزو کورسونو له ډلې څخه په يوه کې ګډون وکړي. يادې سيمې په دې ډول دې (کابل، مزارشريف، هرات، باميان او ترين کوټ). دغه ټول کورسونه د ځايي ژبو په مرسته، د لسو ځانګړو روزل شويو افغان روزونکو له خوا د ايوپول د مربيانو په مرسته پر مخ وړل کېږي. |
د کابل ښار د دريمې امنیتي حوزې ازمايښتي پروژه
له پوليس ځواکونو څخه، خدمتګارو پوليسو ته د افغان ملي پوليسو د بدلون، او د ولسي پوليسو د اصولو د معرفۍ له لارې په افغان يونيفورم لرونکو ولسي پوليسو کې اصلاحات راوستل.
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پوليسو ماموريت له افغان يونيفورم لرونکو ولسي پوليسو سره د يوکلنې ازمايښتي پروژې له لارې مرسته کوي چې دا هڅه ددغه هېواد د ولسي پوليسو د جوړښت بنسټ جوړوي. دغه پروژه چې د کابل په زړه کې د پوليسو په دريمه حوزه کې موقعيت لري، موخه يې د ولسي پوليسۍ د اصولو پلي کول، ارزول او رامنځته کول ده. یاده شوې پروژه به د کابل نورو حوزو او د هېواد نورو ولايتونو ته وغځول شي. |
د ښاري پولیسو او عدلي پروګرام
د پولیسو او عدلي سیسټمونو پیاوړي کول د با دوامه او اغیز ناکو پولیسي تنظیماتو له لارې، چې بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی ولري.” د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د ښاري پولیسو عدلي پروګرام وروسته له دې چې په کابل کې په بریالیتوب او د اړتیاوو په نښه کولو سره تر سره شو، نو د افغانستان په نورو دیارلسو ولایتونو کې هم د پلي کېدو وړ شو. له دغو بریالیتوبونو څخه یو هم په کابل کې د پولیسو د وړتیا او سرچینو پیاوړي کول وه. او هغه اړتیاوې هم په نښه شوې لکه: د پولیسو او عدلي سیسټمونو تر منځ د اجرا وړ اړیکې، د ملي پولیسو په دندو کې ټولنیز پولیسي او بنسټیز ارزښتونه پیاوړي کول – او په ځانګړې توګه د جرمونه او له قانون څخه د سرغړونې د کنټرول او د ویرې د کچې د ټیټېدو لپاره له ټولنې سره دوه اړخیزې اړیکې پیاوړي کول. د ښاري پولیسو او عدلي پروګرام په چوکاټ کې د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د هڅو بیلګې: • د امنیتي کمربند (Ring of Steel) تاسیسول – د پولیسو د تلا شۍ د مرکزونو اداره، تر څو هیوادوالو ته ښه امنیت ور په برخه شي • د جګپوړو ملي پولیسو افسرانو لپاره د کنټرول او ادارې روزنه • د جنایي څیړنو د ریاستونو لپاره رزونه او د سلاکارانو ټاکل • د روزنې په مرسته د پولیسو او څارنوالانو تر منځ د همکارۍ پیاوړتیا • د کورنیو چارو وزارت د تفتیش د ریاست وړتیاوو ته پراختیا ورکول تر څو په لوړه کچه د فساد قضیې، وڅیړل شي • د افغان مېرمنو لپاره د پولیسي خدمتونو برابر لاسرسی |
سټاف کالج
ايوپول او نړيوال همکاران يې دې پرېکړې ته رسېدلي چې ايوپول د هغو روزنو مشري پر غاړه واخلي چې نړيواله ټولنه يې افغان ملي پوليسو ته د مشرتوب او مديريت په برخه کې ورکوي، البته د تخصصي روزنو په شمول. وروسته هوکړه وشوه چې په سټراتيژيکه، عملياتي او تکتيکي کچه د افغان ملي پوليسو افسرانو ته د لا ډېرې ښوونې او روزنې لپاره د پوليسو د مشرتوب پوهنځى پرانيستل شي. |










